IQNA

د مصر د ولسمشر په شتون سره د قاهرې د حضرت زینب جومات مخ کتنه وشوه

7:58 - May 13, 2024
د خبر لمبر: 3489212
ایکنا – د مصر د ولسمشر او یو مشیر دینی او سیاسی شخصیّتونو په شتون سره په یولړ دستورو کې د قاهرې د سیده زینب(س) جومات  چې څومیاشتې مخکې پکې د بیا رغونې کار پيل شوی ؤ افتتاح شو.

ایکنانیوز د المصري الیوم له قوله راپور راکړ،د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په شتون سره په قاهرې کې د سیده زینب جومات د پرانیستې دستورې ترسره شوې.

عبدالفتاح السیسي  جومات ته له واریدیدا وروسته مستخب لمونځ  ادا کړ او وروسته ئې د بیا رغول شوي ضریح مخ کتنه وکړه .

په دغو دستورو کې دمصر او نورو هیوادونو یو شمیر سیاسی او مذهبی مشرانو او مسئولانو  ګډون درلود.

د مصر د اوقافو وزارت د سیده زینب (س) جومات له پراختیا وروسته ددغه جومات ترټولو مهم اطلاعات اعلان کړل. په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، چې د بیا رغونې مسئولانو لیوالتیا درلوده څو ډاډمن شي چې بیا رغونه په اسلامی سټایل سره ده . ددیوالونو سنګ مرمر د سیده زینب(س) دجومات  د دیوالونو یوه ډيره مهمه ځانګړنه ده.  د سنګ مرمرو دغو کاڼو ددغه جومات دیوالونه دوه چنده ښکلي کړي دي.واش رومز یا تشنابونه  داسې پلان شوي ديچې د پلانونې او شمیر له پلوه  په مجسد الحرام او مسجد النبی کې  له شته ؤ نمونو سره ئې شباهت ورکړل شوی دی. د جومات داخلی ښکلا ټوله له سنګ مرمر  او په لاسي کارونو او په کاڼو کې په لیکنې سره ترسره شوې چې  په بل هیڅ یوه جومات کې نه لیدل کیږي.

سیده زینب (س)جومات د قاهرې ی ترټولو لوي او مشهور جومات حسابیږي(د یوه قول په اساس د حضرت زینب سلام الله علیها د دفن ځاي دی). دغه لوي  جومات د قاهرې ښار  په تاریخ او فرهنګ کې یو مهم ځائيګی حسابیږي او تر پیړیو پورې په دغه ښار کې  ددیني او قرآڼی محفلونو د ترسره کیدا یو ترټولو مهم ځاي شمیرل کیږي. د مصر د اوقافو وزارت له خوا ددغه جومات د پراختیا ترټولو وروستي عملیات په ۱۹۶۹کال کې ترسره شوي دي . ددغه جومات زیارت کول دمصر دخلکو یو عادت جوړ شوی دی.

دمصر خلک په دې اند دي چې د رسول الله (ص) لمسئ حضرت زینب سلام الله علیها  په ۶۱هجری قمري کال کې مصر ته راغلې او د مصر دخلکو له خوا ئې پراخ او ولولناک هرکلی شوی دی. حضرت زینب  له خپل وفاته مخکې سپارښتنه کړې چې بقیه خانه په یوه جومات بدله کړي او دا کارترسره شوی  او په سیده زینب(س) جومات بدل شوی دی . دغه جومات د تیر کال دسلواغې د میاشتې له دولسمې نیټې راهسې د بیا رغونې د مرحلو دترسره کیدا لپاره تړل شوی ؤ چې اوس ئې د مصر د ولسمشر په شتون سره بیا مخ کتنه شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4215230

captcha